Home » فرهنګی او ټولنیز » د کابل بالاحصار ودانۍ د بیا رغونې هوکړه لاسلیک شوه
رویداد خبري آژانس

د کابل بالاحصار ودانۍ د بیا رغونې هوکړه لاسلیک شوه

د کابل بالاحصار د تاريخي ودانۍ د ځينو برخو د مرمت هوکړه ليک په افغانستان کې د هند د سفير او آغا خان شبکې د ديپلوماتيکې استازې ترمنځ لاس ليک شو. په پام کې ده چې دا پروژه به د هند په مالي مرسته عملي شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی دی چې د کابل د بالاحصار د تاريخي ودانۍ د بيارغونې په موخه يو هوکړه ليک د هند او آغا خان شبکې له خوا لاسليک شوی دی.

په افغانستان کې د هند سفير ويني کمار وويل چې د کابل بالاحصار د افغانستان له تاريخي بنسټونو څخه دی او هند د افغانستان د تاريخي ودانيو او بنسټونو د بيا رغونې په برخه کې همکاري کوي. نوموړي زياته کړه چې هند د يوه سوله ایز، سوکاله او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی. هغه په بريالۍ توگه د دې پروژې پای ته د رسيدو هيله څرگنده کړه.

د آغا خان شبکې ديپلوماتیکې استازې شهيره زاده هرجي هم وويل چې د دې شبکې کلتوري برخه د افغانستان په مرکز او ولايتونو کې د يو شمير تاريخي ودانيو د مرمت او بيارغونې په برخه کې فعاله ده او په دې برخې کې يو شمير پروژې تر لاس لاندې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې پر هوکړه ليک د امضاء په دې مراسمو کې یې حضور درلود، هیله څرگنده کړه چې بالاحصار به يو وار بيا د افغانستان په تاريخي او کلتوري ساحې بدل شي. غني وويل چې د افغانستان تاريخي اثار د دغه هيواد د ماضي وياړونه رايادوي او د دغو تاريخي ودانيو بيارغول نه يوازې له تیرو نسلونو سره د اوسني نسل اړيکه ښيي بلکې راتلونکو نسلونو ته د دې خاورې د عظمت تصوير انتقالوي.

ولسمشر غني د ملکي کارونو په برخه کې هند د افغانستان يو ښه همکار وباله. پر دې سربيره هند د افغانستان يو ستر مرسته کوونکی هيواد او تجارتي همکار هم دی. افغانستان او هند هر کال د شاوخوا ۵۰۰ ميليونه ډالرو تجارت لري. دغه هېواد له افغانستان سره له ۲۰۰۱م کال راهيسې تر دوو ميلياردو ډالرو زياته مرسته کړې ده.

د ارگ له خوا همدا راز دا هم ويل شوي چې د آغا خان شبکې د بهرنيو چارو وزارت د ستوري قصر او همدا راز د بابر بڼ په رغولو کې هم همکاري کړې ده.

د بالاحصار د ځينو برخو د مرمت کار به د هند او آغا خان د پراختيايي شبکې د کلتوري برخې په مالي مرسته عملي شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...