Home » اقتصادی » د کابل بازارونو څخه سلګونه کيلو ګرامه بې کيفته خوراکي توکي راټول کړل شول

د کابل بازارونو څخه سلګونه کيلو ګرامه بې کيفته خوراکي توکي راټول کړل شول

کابل ښاروالۍ د ښار اړوند د لومړۍ ناحیې له بازارونو څخه د ۱۵۰۰ کيلو ګرامه بې کیفیته خوراکي توکو د راټولولو خبر ورکړی دی.
سرچینې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ښاریانو روغتیا د خوندیتوب په موخه، د لومړۍ ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې اړوند هټیو، لویو پلورونځیو او مالګدامونو څخه د څارنې په پایله کې، ۱۵۰۰ کيلو ګرامه تاريخ تېر او بې کیفیته توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په یادو توکو کې شیدې، ملايي، مربا، لوبیا، نخود، چپس، چاکلیت، بسکویټ، حشره وژونکي درمل، شامپو، صابون، څښاک مواد او کچپ شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې هم لسګونه ټنه بې کیفته او تاریخ تېر خوراکي توکي راټول او له منځه وړي وو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...