Home » اقتصادی » د کابل او پاکستان ترمنځ له سره الوتنې پیلېږي
رویداد خبري آژانس

د کابل او پاکستان ترمنځ له سره الوتنې پیلېږي

د هېواد د هوايي چلند ملي اداره وايي د کابل او اسلام اباد تر منځ به الوتني د دوشنبې په ورځ له سره پیل شي.

د دغې ادارې مشر ویلي، پاکستان افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر پیل کړی او د دوشنبې په ورځ به د پاکستان د PIA هوايي شرکت لومړنۍ الوتنه کابل ته تر سره شي.

خو تر اوسه د افغانستان او هند تر منځ د الوتنو په اړه څه نه دي ویل شوي، که څه هم د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي چې څه وخت وړاندې هندي چارواکو دوی ته ویلي وو چې د روانې میاشتې په پای کې به د دواړو هېوادونو تر منځ الوتنې بېرته پیل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...