Home » افغانستان » د کابل امنیې قومانداني وايي، ۲۸ زره روږدي کسان یې ټول کړي

د کابل امنیې قومانداني وايي، ۲۸ زره روږدي کسان یې ټول کړي

د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې د کابل له بېلابېلو سیمو په نشه‌یي توکو ۲۸ زره روږدي کسانو راټول او د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

د کابل د امنیې قوندانۍ ویاند، خالد ځدران ویلي، چې له دغو ډېر روږدي کسان یې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته لېږلي دي.

د نوموړي په وینا، په روږدو کسانو کې ډېر ماشومان او ښځې هم شامل دي.

د ویلو وړ ده چې د کابل سربېره په ځینې نورو ولایتونو کې هم په نشه‌يي توکو زرګونه روږدي کسان راټول او درملنه یې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا مشر په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...