Home » فرهنګی او ټولنیز » د ښې او ګټورې وینا لپاره څه باید وکړو
رویداد خبري آژانس

د ښې او ګټورې وینا لپاره څه باید وکړو

۱ ـ تمرين، تمرين او تمرين: له و يناوال سره يو ستره انديښنه دا وي چې اورېدونکي دې ده غږ څنګه اوري. د دې اندېښنې د حل ښه لار تر وينا کولو مخکې تمرين دی.

څومره چې په خپله وينا په لوړ غږ تمرين کوئ په هماغه اندازه د خپلې وينا د مانا او محتوا په عيبونو پوهېږئ او هم مو د خپل غږ زير و بم، جګوالي او ټيټوالي ته پام کيږي او اندازه درته لګېدای چي څنګه وينا وکړئ.

د دې لپاره چې د ښې وينا لپاره تياری ونيسئ دا هم يوه لار کېدای شي چې له خپل ځان وېډيو وکړئ او بيا يې وګورئ تر څو د خپل ضعف ټکي لا ښه درته معلوم شي، هغه نميګړتياوې چې ستاسې د تمرکز د خرابېدو، اضطراب او اندېښنې لامل کيږي مشخصې کړئ، او د تمرين په مرسته يې له منځه يو سئ.

۲ ـ ډاکټر هربرت بنسون (Herbert Benson) په دې باور دی وېره يا ډار بدن يو ډول غير نارمل حالت ته بيا يي چې د وينا لپاره ستونزه جوړولی شي، په دغسې حالت کې د لاندې فزيکي تمريناتو په مرسته خپل عصاب آرام کړئ.

يو  ـ ځان آرام کړئ

دوه ـ په مانا داره کليمو او عبارتونو خپل ذهن بوخت کړئ

درې ـ لنډه چوپتيا غوره کړئ

څلور ـ ژوره ساه واخلئ : ژوره ساه اخستل ماغزه رېپرېش (تازه) کوي، د سترګو پټول او د څلور يا پنځو سانيو لپاره ژوره سا اخستل، په همدې وخت مغز ته دمه ورکول او چوپتيا غوره کول، ستاسې د تمرکز د ښه کېدو لامل کيږي او په نفس باور مو لوړيږي، کله چې وينا کوئ تر وينا مخکې ۲۰ ځلې ژوره ساه واخلئ تر څو ستاسې عصاب آرام شي او وېره مو له منځه لاړه شي.

۳ ـ د ځينې کسانو جرات کمزوری وي، کله چې دريځ ته دريږي، خوله پرې راځي، جملې او خبرې ترې هېريږي، پېښې يې سستي کوي او اکثره وخت له تمرين او آماده ګي سره سره هم له يادې ستونزې سره لاس و ګريوان وي، د دغه مشکل د حل لپاره بهتره د چې د ډار د کمولو او جرات زياتولو له تکتيکونو کار واخلئ.

د دغسې اوږد مهاله ډار د کمولو او جرات زياتولو يو طلايي راز د بريا په اړه فکر کول دي، د دې پرځان چې په پر سټېج د ناکامئ په اړه فکر کوئ ښه داده چې د بريا او خپلې  وړتيا په اړه فکر وکړئ، ځان ته په غټه سترګه وګورئ، خپلې خبرې مهمې فرض کړئ او فکر وکړئ چې اوريدونکي درته متوجه دي او ستاسې له خبرو خوند اخلي، د دريځ په سر ځان لوی فرض کړئ او د ځان احترام په خپله وکړئ.

وينا کول مو نه وژني، هغه کسان چې تاسې ته ناست دي، منتظر دي چې تاسې خپله وينا ور واورئ، نو پر ځای د دې چې منفي فکر کوئ خپله ټوله انرژي په مثبت فکر بدله کړئ او په جرات او اتمنان وينا وکړئ.

۴ ـ تر وينا مخکې لږ فزيکي تمرين وکړئ: فزيکي تمرين هغه څه دي چې ستاسې په وجود کې د خوشالي د هورمون د توليد سبب کيږي، په نفس باور مو ورسره ښه کيږي او د ښې وينا لپاره عصبي انرژي درکوي، کله چې دريځ ته دريږي ښه ده چې د پېښو په ګوتو فشار راوړی او متحرکې يې وساتئ، تر څو هغه اندروفين چې د وينا پر مهال ستاسې په وجود کې پيدا کيږي له منځ لاړ شي.

تر وينا مخکې ستونی صاف کړئ، خبرې وکړئ چې ستاسې ژبه د خبرو لپاره آماده ده او کنه اکثره وخت ژبه هم د ګرمولو او آماده کولو لپاره اړتيا لري، د وينا محتوا مو له ځان سره تکرار کړئ.

۵ ـ د يوشمېر خلکو ډار دومره ژور وي او د دوی په روح روان يې داسې منګولې لګولې وي چې د بريا په  اړه فکر کوي هم نه آراميږي او په پورته ذکر شوې لارو چارو هم د تداوي وړ نه وي. که په دغسې حالت کې قرار لرئ نو اوږد مهاله مراقبه تمرين او مثبت فکر درته په کار دی،

تاسې بايد ورزش وکړئ، د وينا کولو تمرين وکړئ، مطالعه وکړئ او مثبت اندېش و اوسئږي، منفي افکار له ذهن شړل په نفس باور زياتوي او جرات قوي کوي، هره ورځ له لسو تر شل دقيقو سکوت وکړئ او ذهن آرام کړئ. کله چې پورته لارښونې هره ورځ عملي کوئ ورو ورو په ډار بريا تر لاسه کوئ او په دې توانيږئ چې د وينا کولو لپاره ځان آماده کړئ.

 ۶ ـ کله کله ممکن ښه وينا و نه کړئ، کله چې له سټېج ښکته کيږي، د خپلې وينا منفي ټکي و منئ. بيا هم وايو چې وينا کول مو نه وژني نو اړينه نه ده چې ترې و ډار شئ.

د خپلې وينا پايله و ارزوئ ځکه بيا هم له وينا کولو سره مخامخ کيږئ، که تاسې له خپلو تجربو ګټه واخلئ د بهتره کېدو لپاره مو لار خلاصيږي او ورو ورو په ښه وينا وال بدليږئ.

۷ ـ خپل معلومات زيات کړئ: کله چې تاسې هره ورځ مطالعه کوئ او خپل معلومات زياتوئ د وينا لپاره مو انرژي زياتيږي، ډېرې د کولو وړ خبرې مو په ذهن کيني او وينا مو اغېزمنه کيږي، د دې لپاره چې بهتره وينا وکړئ دا هم مهمه ده چې اول د خپلې وينا په موضوع فکر وکړئ، مثلا څنګه يې پيل کړئ، کوم ټکي اول را واخلئ، په څنګه انداز وينا وکړئ، څنګه ودريږئ، د لاسو حرکات مو بايد څنګه وي … او دغسې نورې پوښتنې چې تاسې بايد له وينا کول مخکې له خپل ځان وکړئ او ځواب ورته پيدا کړئ.

۸ ـ سليقه: ستاسې ظاهري بڼه هم د ګډونوالو په توجه جلبولو کې رول لري، کله چې ګډوډ غير منظم دريځ ته ځئ اوريدونکي مو ظاهري بڼې ته ګوري او فکر کوي چې خبرې به يې هم د ده په شان غير منظمې او ګډوډې وي، ښه لباس، منظم وېښتان … تاسې  هم د ښې وينا جرات درکوي او په نفس باور مو ورسره ښه کيږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...