د مخورو ښځو بنسټ نن دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) د يوه خبري کنفرانس پرمهال له حکومت وغوښتل چې د ښځو چارو وزارت دې بېرته فعال او د دوی په اختيار کې دې ورکړي.
د دغه بنسټ مسوولانو له اسلامي امارت څخه د يو لړ وړانديزونو په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې د ښځو ستونزو ته د رسېدهګۍ په موخه اړتيا ده چې د ښځو وزارت بيا فعال شي. څو د دوی په خبره افغان ميرمنې وکولی شي د خپلو ستونزو حلولو موخه د يوه ادرس په توګه دې وزارت ته مراجعه وکړي.
د مخورو ښځو بنسټ دغه راز نجونو ته د زدهکړو يوې پراخې زمينې د برابرولو غوښتنه هم وکړه او زياته يې کړه، چې د ماشومانو د ښو زدهکړو او ښې ټولنيزې روزنې په موخه دې د لومړنۍ دورې ټولې ښوونکې ښځې وګماري.
د ياد بنسټ مسوولانو دا هم وغوښتل چې د نجونو د ستونزو حلولو په موخه دې د پوهنې او لوړو زدهکړو په وزارتونو کې يو معينيت ښځو ته ورکړل شي.
دوی په ورته وخت کې له اسلامي حجاب او دغه راز د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د تامين او اعادې غوښتنه کوله او ټينګار يې وکړ چې اسلامي امارت دې ښځو ته ټول حقونه تضمين کړي.