د نیوزلنډ د اکلنډ ښار په مرکزي برخه کې داسې حال کې د ډزو پېښه کې دوه کسان وژل شوي، چې څو ساعته وروسته دلته د ښځو فوټبال نړیوال جام پرانیستې مراسم ترسره کېږي.
پېښه د ښار په مرکزي سوداګریزه برخه کې رامنځته شوې او د پولیسو په ګډون دې پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. په دې پېښه کې وسله وال بریدګر وژل شوی دی.
د نیوزلنډ لومړی وزیر کریس هپکنس وايي، مسوولین د دې برید په تړاو د ترهګرۍ پېښې په توګه پلټنې نه کوي. نوموړي دغه راز ویلي، د لوبو سیالۍ به له پلان سره سم مخکې ځي.
د نوموړي په وینا خلکو ته ډاډ ورکوي چې خطر له منځه تللی او پر کوئن واټ له دې پېښې وروسته اوس کوم خطر نه شته. لومړی وزیر وايي، د پېښې په تړاو هېڅ کومه انګېزه یا ایډیالوژیک تړاو مخې ته نه دی راغلی.