د کورنیو چارو وزارت وايي وسلوالو د کاپیسا ولایت مدني فعاله او د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني ووژله.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین وویل فرشته د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ په عزت خیلو کلي کې د موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو سره وژل شوې.
ارین زیاتوي په یاده پېښه کې د فرشته کوهستانۍ ورور ټپي شوی دی.
د دې برید پړه تر اوسه کومه وسلواله ډله نه ده منلې.
موده وړاندې فرشته کوهستاني پر خپل فیسبوک کې لیکلي و چې له ګواښونو سره مخ ده، له امنیتي مسولینو یې غوښتي و چې امنیت یې وساتي.
د هدفي وژنو په دېریدو سره د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو کمېټې له حکومته غوښتنه کړې چې د هدفي وژنې مخه دې ونیسي.
د کمېټو غړو دا هم ویلي چې حکومت دې د بشري حقونو د فعالانو امنیت تامین کړي.