Home » سیمه او نړی » د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د ستانکزي وروستیو څرګندونو ته پاکستان غبرګون ښودلی
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د ستانکزي وروستیو څرګندونو ته پاکستان غبرګون ښودلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، د ډیورنډ کرښې په اړه د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې بې‌اساسه بللې دي. 

ستانکزي په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې نیمايي افغانستان له ډیورنډ هاخوا دی او د ډیورنډ کرښه د انګلستان لخوا د افغانستان پر خلکو تپل شوې ده. ‎

ښاغلي ستانکزي ټینګار کړی چې ډیورنډ هېڅکله د افغانستان لپاره د منلو نه ده.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، زهرا بلوچ د ښاغلي ستانکزي دا څرګندونې ځانغوښتونکې بللې او رد کړې دي.

هغې ویلي: “چې د ډیورنډ په اړه دا ډول ځانغوښتونکې څرګندونې هېڅکله جغرافیایي واقعیتونه نشي تغییرولی.”

 د ویلو ده چې څه موده وړاندې د ا.ا د قومونو او قبایلو چارو سرپرست هم ټینګار کړی و چې افغانستان او پاکستان هېڅ کومه رسمي پوله نه لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...