Home » اقتصادی » د ډبرو له سکرو او ګازو څخه به ډیر ژر د بریښنا د تولید فابریکه جوړه شي

د ډبرو له سکرو او ګازو څخه به ډیر ژر د بریښنا د تولید فابریکه جوړه شي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې یې له خصوصي شرکت سره د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د چارواکیو په وینا، چې دغه هوکړه لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید فابریکي جوړولو په برخه کې د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست او د ګلبهار انویسټ شرکت ترمنځ د پانګونې چارو د پرمخ وړلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د ګډو تخنیکي همکاریو په موخه لاسلیک شو.

د چارواکیو په وینا، یاد شرکت به د ډبرو سکارو او ګازو له سرچینو څخه د ۱۰۰ تر ۲۰۰ میګاواټو په وړتیا د برېښنا د توليد فابريکه جوړه کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...