په کابل کې د صرافيو لوی مارکېټ شهزاده سرای خبر ورکړی چې نن يکشنه د (لېندۍ په ۲۱مه) سهار مهال يو ډالر د ۱۰۹ افغانيو په بدل کې پلورل شوی دی.
د افغانيو پر وړاندې د ډالر اوسنی پورته شوی ارزښت خورا بېسارې دی او دې کار عام خلک د لومړنيو توکو د بيو لوړېدو په اړه اندېښمن کړي دي.
که څه هم د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د ډالر په مقابل کې به د افغانيو ارزښت بېرته خپل پخواني حالت ته راولي، خو دغه بانک د ميليونونه ډالرو په لېلامولو سره هم پر دې کار نه دی توانېدلی.