چینايي رسنیو خبر ورکړی چې د سیچوان ښار په یوه لوی پلورنځي کې د اور لګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، اورلګېدنه د چنګتئ په ۲۷مه د چهارشنبې په ماښام پیل او د پنجشنبې په سهار پای ته ورسېده.
تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو لومړنیو څېړنو ښودلې، چې اور د دې مرکز دننه د ساختماني کارونو له امله رامنځته شوی دی.
د چین پر دولتي رسنیو په خپروشویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ودانۍ له کړکیو څخه لمبې او لوګي راوځي.
دا اور لګېدنه د چین په جنوب لوېدیځ کې په یوه ۱۴ پوړیزه ودانۍ کې شوې او د رسمي معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۶ کسان مړه او لږ تر لږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.