د چين بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د هند په کوربهتوب د افغانستان وضعيت او دغه راز د سيمهييز امنيت په اړه په نننۍ غونډه کې ګډون نه کوي.
د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وېنبينګ پرون سېشنبه د (لړم په ۱۸مه) ناوخته دا اعلان د يوه خبري کنفرانس پرمهال د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې کړی دی.
نوموړي زياته کړې چې د خپل مهالوېش له مخې دا ګرانه ده چې د افغانستان وضعيت او سيمهييز امنيت په اړه د هند په جوړېدونکې غونډه کې دې د چين استازی ګډون وکړي.
د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې له خپل دې تصميم يې وار دمخه هند په جريان کې کړی دی.
له دې وړاندې د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف هم د هند په نننۍ غونډه کې د نه ګډون خبر ورکړی و. له دې سره چين دويم هېواد شو چې په هند کې د سيمې هېوادونو د استازو په ناسته کې ګډون نه کوي.