Home » سپورټ » د چلسي فوټبال ټیم یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله
رویداد خبري آژانس

د چلسي فوټبال ټیم یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله

د چلسي فوټبال ټیم له کلونو وروسته یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله.

د اروپا د اتلانو لیګ فاینل ته دوه انګلیسي ټیمونه وتلي وو.

د چلسي او منچسټر سیټي ترمنځ فاینل لوبه د پرتګال په پورټو ښار کې وشوه. په پایله کې یې د چلسي جرمن لوبغاړي کای هاوېرتز په ۴۲مه دقیقه کې ګول ترسره کړ او په همدې یوه ګول‌یې خپل ټیم بریا ته ورساوه.

دا نږدې ۱۰ کاله وروسته په اتلانو لیګ کې د چلسي اتلولي وه. دا انګلیسی ټیم په ۲۰۱۲ کال کې هم اتلولي ته رسېدلی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...