Home » افغانستان » د چارونکي شنونکي باقر محسني ته نږدې کسانو د نوموړي نیول کېدل تائيد کړي

د چارونکي شنونکي باقر محسني ته نږدې کسانو د نوموړي نیول کېدل تائيد کړي

يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د سياسي چارو شنونکی سېد باقر محسنی نيول شوی دی؛ خو تر اوسه د اسلامي امارت هېڅ چارواکي د نوموړي نيول کېدل نه دي تائيد کړي.

د يادو خپرو شوو راپورونو له مخې، محسني ته نږدې کسانو ويلي چې نوموړی پرون جمعه د (کب په ۱۳مه) ماسپښين مهال لومړۍ ور غوښتل شوی او له هغې وروسته نيول شوی دی.

محسني ته نږدې سېد مسعود کاظمي هم رسنيو ته د نوموړي نيول کېدل منلي او ويلي يې دي چې له باقر محسني سره د هغه دوه ملګري هم يو ځای نيول شوي دي.

مسعود کاطمي زياته کړې چې له پرون راهيسې يې له باقر محسني سره اړيکه نه ده شوې او نه پوهېږي چې نوموړی چرته او په کوم حالت کې دی؟

باقر محسني د سياسي چارو شنونکی او د اسلامي امارت سخت منتقد دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...