په بنو کې د پيښور محکمې څانګې پرون دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان په پارلمان کې د سويلي وزيرستان استازي د قضيې اورېدنه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې د علي زوير د ضمانت قضيې اورېدنې پرمهال محکمې د ۱۰ لکه کلدراو په مقابل کې د علي وزير ضمانت منظور کړی.
د دوی په خبره، دامهال د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هڅه کوي، چې د محکمې له پرېکړې سره سم د علي وزير د خلاصون په موخه ياد مقدار نغدې پيسې په ضمانت کې کېږدي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په خبره، محکمې ته د يادو پيسو له جمعه کولو سره به علي وزير چې دامهال د کراچۍ په زندان کې بندي دی، له زندان ازاد شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم د پېښور محکمې له لوري د علي وزير د ضمانت منل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې دا د نوموړي پر وړاندې وروستۍ قضيه وه چې ضمانت يې په کې وشو.
له دې وړاندې د سند محکمې د علي وزير په ۴ قضيو کې ضمانتونه منلي دي او وروستی هغه يې په جنوبي وزیرستان پر نوموړي ثبت شوې قضيه وه.