د پیسو نړیوال صندوق وایي، پاکستان ته یې د ۷ میلیارد ډالرو پور په ورکولو هوکړه کړې، خو دغه قرارداد لا هم د دې سازمان د اجراییوي بورډ تصویب ته په تمه دی.
د پیسو نړیوال صندوق په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه نوي ۳۷ میاشتیني قرارداد د پیسو نړیوال صندوق د اجرایوي بورډ تایید شرط دی.
بلخوا د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د پيسو نړیوال صندوق د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، رویټرز د پیسو نړیوال صندوق په حواله لیکلي، چې دا طرحه به د پاکستان د پراختیایي شریکانو د ملاتړ تر څنګ د دغه هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د سختو پالیسو له مخې پلي شي.