Home » سیمه او نړی » د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې پاکستان ته یې د درې میلیارد ډالرو پور تصویب کړ.

دوی زیاته کړې، چې اجراییه بورډ موافقه وکړه چې دغه پیسې به د نهو میاشتو په موده کې پاکستان ته ورکول کېږي ترڅو د دې هېواد د اقتصادي ثبات د پروګرام ملاتړ وشي.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې له پاکستان سره دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د نړیوالو شرایطو، ویجاړونکو سېلابونو او په پالیسیو کې د ګډوډۍ له کبله د پاکستان داخلي او بهرنی سوداګریز زیان ډېر شوی، د اړتیاوړ توکو بیې لوړې شوې او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مالي کال په ترڅ کې د دې هېواد اسعارو زېرمې کمې شوې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...