Home » سیمه او نړی » د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته اووه میلیارده ډالره پور ورکوي

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته اووه میلیارده ډالره پور ورکوي

د پيسو نړيوال صندوق پرون (جمعه، د چنګاښ ۲۲مه) ویلي چې پاکستان ته يې د دريو کلونو لپاره د اووه ميليارده ډالرو پور ورکولو هوکړه کړې ده.

د دې ادارې د بیانیې له مخې، دا نوی پروګرام چې باید د یاد صندوق د اجراییوي بورډ لخوا تصویب شي، پاکستان ته دا توان ورکوي چې خپل اقتصادي ثبات پیاوړی کړي او د پیاوړي، پراخې او انعطاف وړ ودې لپاره شرایط رامنځته کړي.

پاکستان شاوخوا درې میاشتې وړاندې د درې میلیارده ډالرو د لنډ مهاله پور د ترلاسه کولو پروسه بشپړه کړه، چې پکې نغدې پیسې شاملې وې، خو د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف ټینګار کړی چې هېواد یې نوي اوږدمهاله پور ته اړتیا لري.

د پاکستان اقتصاد د بهرنیو اسعارو د کمېدو، د بېرته ورکولو بحران، د انفلاسیون د زیاتېدو، د روپۍ د بې ساري ارزښت د کمېدو او سیاسي بې ثباتۍ له امله د خطر سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې اوس مهال د پاکستان شاوخوا ۴۰ سلنه نفوس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، نړیوال بانک د اپرېل په میاشت کې اعلان وکړ چې د دې وېره لري چې ۱۰ میلیونه نور پاکستانیان له دې کچې د هم ښکته نه شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...