د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د پکتيا د والي محمد حليم فدايي د موټرو پر کاروان بريد شویخو والي او ساتونکي يې له دې بريد نه روغ وتلي دي.
د پکتيا د والي وياند عبدالرحمان منګل یوې رسنۍ ته وويل، والي حليم فدايي کابل ته پر لارې و چې په کمين کې ناستو وسله والو پرې بريد وکړ او بيا د والي ساتونکو هم پر بريد کوونکو ځوابي ډزې کړې دي.
تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.د یو بل خبر له مخې تېره شپه په مرکز ګردېز کې ناپېژاندو وسله والو کسانو پر قومي مشر حاجي محمد نبي بريد کړی او وژلی يې دی.نوموړی زیاتوي دغه پېښه چې تېره شپه د تېرې سيمې د مؤمن خېلو په کلي کې شوې،
د ډاکټر محمد شفيق سحر په نوم يو مدني فعال ټپي شوی هم دی. د دې بريد مسؤليت تر اوسه چې پرغاړه نه دی اخيستی.