د پښتو ژبې وتلي لېکوال، څېړونکي او شاعر پروفېسور ولي محمدخان (سيال کاکړ) نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) له اوږدې ناروغۍ وروسته پور پرې کړ.
کاکړ لومړنۍ زدهکړې د بلوچستان په پښين کې چې د نوموړي پلارنی ټاټوبی دی کړې وې او لوړې زدهکړې يې بيا په کووټې او پنجاب کې کړې وې.
سيال کاکړ په پښتو، اردو او فارسي ادبياتو کې درې ماسټرۍ درلودې او پر يادو ژبو سربېره يې پر انګليسي، براهوي او بلوچي ژبو هم روانې خبرې کولی شوې.
نوموړي د څېړونکي په توګه د پښتو ادب د فولکلور برخې کې ډېر کار کړی او له همدې کبله سيال کاکړ ته د پښتو ادب د فولکلوريسټ په توګه هم خطاب کېږي.
سيال کاکړ د شعري ټولګو په شمول خپل ۳۷ د پښتو ادب څېړنيز کتابونه چاپ کړي او د دې ترڅنګ يې په فارسي ژبه کې هم ځيني کتابونه لېکلي دي.
پروفېسور سيال کاکړ په ۱۹۳۵ کال کې د بلوچستان پښين سيمې په شاګۍ کلي کې زږېدلی و او نن يې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۷ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.