د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير پرون دوشنبه د (د چنګاښ په ۷مه) د کراچۍ له زندان څخه د يو لړ شرايطو په اساس ازاد شو.
د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قيصر درې ورځې وړاندې د بوديجې اړوند غونډه کې د علي وزير د ګډون په موخه د نوموړي د خوشې کولو حکم ورکړی و.
ټاکل شوې چې علي وزير به د پاکستان ملي بوديجې اړوند د پارلمان په غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړی دوشنبه ناوخته اسلاماباد ته ورسېد او د اسلاماباد په هوايي ډګر کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتين، د پارلمان غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ګڼ شمېر غړيو او پلاويانو له لوري تود هرکلی وشو.
له دې څو ورځې وړاندې پر ضمانت د علي وزير د خوشې کېدو وړاندېز هم د پاکستان سترې محکمې له لوري واورېدل شو، خو د خلاصون او يا نه خلاصون پرېکړه يې بلې نيټې ته پرېښوده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر د تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال د ډيسمبر په ۱۶مه په پېښور کې د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شو.