د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو د پاکستان له لوري پر خوست او کونړ د هوايي بريدونو په غبرګون، په قبايلو او د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پراخ لاريونونه کړي.
د دې غورځنګ غړو ويلي، چې پرون شنبه د (وري په ۲۸مه) يې په شمالي وزيرستان، بنو، دېره اسماعېل خان، پېښور، خيبر او دغه راز د پاکستان په کراچۍ کې د ياد بريد په خلاف لاريونونه کړی.
لاريونوالو چې په خوست کې د شهيد شوو کسانو انځورونه له ځان سره لېږدول، د پاکستان د پوځ خلاف شعارونه ورکول او ياد بريدونه يې د بشر ضد جنايت باله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين چې د پېښور په لاريون کې يې ګډون درلود ياد لاريون ته ويلي، چې پر ښځو، ماشومانو او په ټوله کې پر عامو ولسي خلکو بريدونه بشري جنايت دی.
نوموړي زياته کړې چې پاکستان په ورته اقداماتو سره هڅه کوي څو په يوه او بله پلمه د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت ولسونه ودردوي.
په دې لاريونونو کې ځينو سياسي ګوندونو هم برخه اخيستې وه. دوی ټولو ټينګار درلود چې پاکستان بايد په راتلونکي کې د افغانستان پر خاوره له ورته تيري ډډه وکړي.
د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو د پاکستان هوايي بريد له امله لږ تر لږه ۴۱ تنه شهيدان شوي. دغه بريد په پراخه کچه غندل شوی دی.