د پاکستان لومړي وزير عمران خان هغه څرګندونې چې په کې يې پښتانه د پاکستان ضد طالبان بللي په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ملت پاله سياسونو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو له لوري له توند غبرګون سره مخ شوي.
نوموړي ميډل اېسټ په نوم له يوه انلاين اژانس سره په مرکه کې چې پرون د (تلې په ۱۹مه) خپره شوې د پاکستاني طالبانو يا TTP په اړه په د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، پر افغاانستان د بريد پرمهال له امريکا سره د پاکستان نږديوالي او همکارۍ، د کرښې هغه غاړه قبايلي پښتانه د پاکستان مخالفت ته وهڅول او ځان ته يې د پاکستاني طالبانو په ويلو سره د پاکستان پر دولت بريدونه پيل کړل.
د نوموړي دا څرګندونې په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د پښتنو ملتپاله سياسونو او دغه راز د ټولنيزو رسنيو کاروونکو له لوري له سخت غبرګون سره مخ دي.
د عوامي ملي ګوند ايالتي مشر ايمل ولي خان په دې اړه ويلي: «عمران خان د دې ډول خبرو په مطرح کولو سره څه غواړي؟ ايا پښتانه خو به له پاکستان سره جنګول نه غواړي؟ له پښتنو سره د محدودو ترهګرو تړل پښتنو ته سپکاوی دی.»
د قومي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ بيا د پاکستان په پارلمان کې په دې اړه د يوه ليکلي سند پر بنسټ شکايت کړی او ويلي يې دي چې عمران خان دې له پښتنو بښنه وغواړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين بيا عمران خان د پښتنو په اړه په متضادو خبرو تورن کړی او ويلي يې دي: «عمران خان په متضادو خبرو پښتانه مجرمان ښکاره کول غواړي او په دې توګه هڅه کوي چې د امنيت په نوم پر پښتنو شوی ظلم پټ کړي. ټول پوهېږي چې د ستراتيژيکې موخې لپاره په پښتونخوا کې د جعلي امنيت ډرامه ترسره شوه.»
د ټولنيزو رسنيو اکثره کاروونکو د عمران خان دې څرګندونو په غبرګون کې (پښتانه ترهګر نه دي) هشټګ پر ټرېنډ بدل کړی او له نوموړي غواړي چې ژر بښنه وغواړي.