ټاکل شوې چې د خیبر درې اړوند«رېګي للمه»سیمه کې د پښتنو قامي جرګې شاوخوا ۸۰ کمېټې خپلې پرېکړې د همدې ورځې تر پایه اعلان کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین جرګې ته د وینا پرمهال ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې یې د جرګې د پریکړو په اړه نظرونه راټول شوي او دغه قامي جرګه به خپلې مشترکې پرېکړې او غوښتنې د یو پرېکړه لیک په ترڅ کې اعلان کړي.
پښتین په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان کې له ۷۶ زرو ډېر پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵.۷ میلیونه وګړي بې کوره شوي او ۶ زره او ۷۰۰ نور نادرکه دي.
د معلوماتو له مخې دغې کمېټې ۶۰ د ولسوالیو استازولي کوي او پاتې نورې یې د ټولنو په استازیتوب په بحثونو کې برخه اخیستې ده.
د پښتنو دغه جرګه ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ رسماً پیل شي خو د تخنیکي ستونزو او یادې جرګې ته د یو شمېر برخه والو د نه رسېدو له کبله یوه ورځ وروسته پیل شوه.