د پاکستان پوځ نن دوشنبه د (تلې په ۴مه) خبر ورکړی، چې يوې چورلکې يې په بلوچستان کې سقوط کړی او په کې سپاره ټول پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياده چورلکه يې بېګاه شپه د بلوچستان په هرنايي سيمه کې لوېدلې ده او په کې د دوو پيلوټانو په شمول ۶ تنه پوځيان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې د چورلکې د لوېدو لامل څه دی؛ خو ويل شوي چې د يادې پېښې په اړه د پاکستان پوځ پلټنې پيل کړي دي.
د تېر اګسټ په اوله هم په بلوچستان کې د چورلکې لوېدو ورته پېښه شوې وه او له امله يې په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ قول اردو قومندان جنرال سرفراز علي په ګډون ۶تنه پوځيان وژل شوي وو.