د پولنډ په ګڼو ښارونو کې زرګونه ښځې د محکمې هغې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه واټونو ته راووتې چې له مخې يې د ماشوم ضايع کول ناقانونه بلل شوي دي.
که څه هم پولنډ محکمې دغه پرېکړه يو کال وړاندې کړې، خو د دغه هېواد واټونه جمعه د شپې د (تلې په ۳۰مه) د يادو اعتراضونو شاهد وو. اعتراض کوونکو ټينګار کاوه چې د پولنډ حکومت دې د ښځو ازادۍ د خوندي ساتنې په موخه دغه محدوديت له منځه يووسي.
د ۲۰۲۰ زېږديز کال په اکټوبر کې محکمې پرېکړه وکړه چې له تېري او د ميندوارۍ پرمهال د ښځې روغتيا ته له متوجه جدي خطر پرته، په هېڅ صورت د ماشوم ضايع کول قانوني نه دي او ميرمنې اجازه نه لري چې د يادې پرېکړې خلاف ماشوم ضايع کړي.
هغه مهال هم د محکمې دا پرېکړه په پراخه کچه د پولنډ ښځو له لوري له غبرګون سره مخ شوې وه.