د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «روسلان ایدلګیریف» ویلي چې هېواد به یې د «کاپ ۲۹» په نامه د ملګري ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې د ا.ا د استازي له شتون څخه ملاتړ وکړي.
د ا.ا د بهرینو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې ایدلګیریف د یاد وزارت له سرپرست، امیرخان متقي سره په کتنه کې ټینګار کړی چې افغانستان باید د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.
امیرخان متقي په دې کتنه کې ویلي چې افغانستان د ګل خانه یي ګازونو په تولید کې هېڅ رول نه لري، خو د اقلیمي بدلون له منفي پایلو خوندي نه دی.
متقي په داسې حال کې له روسیې په نړیوالو کنفرانسو کې د دوی د شتون غوښتنه کړې چې د اقلیمي بدلون کاپ ۲۸غونډې د ملګرو ملتونو له خوا د ا.ا هېڅ کوم استازی نه دی ور بلل شوی.
ویل کېږي چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کاپ۲۹ غونډه به د روان کال د نوامبر له ۱۱ تر ۲۴ مې د اذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې ترسره شي.