د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین مخالف سیاستوال الکسي ناوالني د زهرجنو موادو په وسیله مسموم شوی او حالت یې نازک دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ډاکترانو ویلي، د نوموړي له بدن نه اخیستل شوي معاینات ښیي چې هغه د زهرو په وسیله مسموم شوی او حالت یې د اندېښنې وړ دی.
دغه راز د جرمني حکومت روسیه د دغه کار مسووله بللې او ویلي یې دي په دې اړه باید څېړنې وشي.
بلخوا د جرمني د لومړۍ وزیرې ویاند سټیفن سایبریت ویلي، نړۍ د الکسي ناوالني قضیه په جدي توګه څېړي.
هغه ویلي:”په دې اړه کوم شک نشته چې ښاغلي ناوالني دې خپله ځان مسموم کړی وي، یوه بل کس نوموړی په جدي ډول مسموم کړی، په خواشینۍ سره چې د دې ډول پېښو بېلګې د روسیې په اوسني تاریخ کې لیدل شوي، ځکه نړۍ دا تورونه په جدي ډول تعقیبوي.”
د یادونې ده چې ناوالني په روسیه کې د پوتین سرسخت سیاسي مخالف ګڼل کېږي چې په څو څو ځله د روسیې حکومت نیولی او بندي کړی یې دی.