Home » سیمه او نړی » د پوتين او بايډن له لېدنې وروسته د روسيې سفير واشنګټن ته ستون شو

د پوتين او بايډن له لېدنې وروسته د روسيې سفير واشنګټن ته ستون شو

د امريکا او روسيې ولسمشرانو تېره اوونۍ د سويس په جينوا کې سره ولېدل او د نورو مسايلو ترڅنګ يې پر دې هم هوکړه وکړه چې د واشګټن او مسکو ترمنځ د اړيکو بیا عادي کولو په موخه به د دواړو هېوادونو سفيران بېرته خپلو دندو ته ستنېږي.

خو تازه روسي رسنيو خبر ورکړی چې د يادې لېدنې په عملي تعقيب سره، د امريکا لپاره د روسيې سفير اناتولي انتون‌اوف بېرته د خپلې دندې پيلولو په موخه واشنګټن ته ستون شوی.

نوموړي واشنګټن ته د ستنېدو پرمهال له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، په جينوا کې د دواړو ولسمشرانو د ليدنې پايلې په چوکاټ کې به له امريکايي لوري سره د اړيکو بيا ښه‌والي په موخه نتيجه لرونکی کار وکړي.

له دې سره د روسيې لپاره د امريکا سفير جان سوليوان هم خبر ورکړی چې ډېر ژر به د خپل ډيپلوماټيک ماموريت بيا پيلولو په موخه مسکو ته ستون شي.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړيکي وروسته له هغې ټيټې کچې ته پرېوتې چې ولسمشر بايډن د واک په لومړيو ورځو کې روسيه پر سايبري بريدونو او دغه راز د امريکا په چارو کې يې پر لاسوهنې تورنه کړه. دا لانجې او دوام يې د دې لامل شو چې دواړو هېوادونو خپل سفيران بېرته خپلو هېوادونو ته ور وغوښتل.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...