Home » دسته‌بندی نشده » د پوتين او بايډن د ليدنې په اجنډا کې مهم څه ده؟

د پوتين او بايډن د ليدنې په اجنډا کې مهم څه ده؟

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه نېټه) د امريکا او روسيې ولسمشران د سويس په جينوا کې مخامخ لېدنه وکړي.

که څه هم د يادې لېدنې د اجنډا په تړاو مهم موارد نه دي په ډاګه شوي، خو يو شمېر بهرنيو رسنيو د امريکايي چارواکو په حواله د جوبايډن او ولاديمير پوتين د لېدنې اجنډا په اړه راپورونه خپاره کړي.

د راپورونو له مخې، ولسمشر بايډن په دې هڅه کې دی چې له ولسمشر پوتين سره داسې هوکړې ته ورسېږي څو پر بنسټ يې واشنګټن او مسکو ته بېرته د دواړو هېوادونو له لوري د سفيرانو په احتمالي لېږلو سره، د يادو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې ثبات پيدا کړي.

په راپورونو کې د امريکايي چارواکو له قوله ويل شوي، جوبايډن غواړي چې پر پوتين د فشار راوړلو له لارې نوموړی دې ته وهڅوي، څو د اوکراين په ډيموکراټيکو ټاکنو کې له سايبری لاسوهنې لاس په سر شي او د دې ترڅنګ سايبري بريدګرو ته په خپل هېواد کې پناه ورکول بند کړي.

راپورنه زياتوي چې د روسيې ولسمشر پوتين هم ښايي خپل هېواد ته د مواجې امنيتي ګواښونو پر سر د بحث مطرح کولو ترڅنګ، د بايډن په مشرۍ د امريکا نوې ادارې ته د خپلو حياتي ګټو په اړه سرې کرښې هم ترسيم کړي.

د امريکايي چارواکو له قوله دا هم ويل شوي، چې ولسمشر پوتين هم د ولسمشر بايډن په څېر د سپينې ماڼۍ او کريملېن ترمنځ د شخړې غوښتونکی نه دی.

دا د ولسمشر په توګه د جوبايډن له ټاکل کېدو وروسته له ولسمشر پوتين سره د نوموړي لومړنۍ لېدنه ده چې نن چهارشنبه به په جينوا ښار کې تر سره شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...