Home » افغانستان » د پنجشېر عمومي لاره د سېلابونو له امله تړل شوې

د پنجشېر عمومي لاره د سېلابونو له امله تړل شوې

د پنجشېر ولايت په دوو ولسواليو کې نن سهار (دوشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) سېلابونو مالي زيانونه اړولي دي.

ځايي سرچينو رسنيو ته د عکسونو له رالېږلو سره لیکلي چې د پنجشېر عمومي لاره د دلان سنګ په سيمه کې د سېلاب له امله تړل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه سېلاب د عناب ولسوالۍ په «ابدره» او «دره فراج» سیمو کې زیات زیانونه اړولي دي.

په عکسونو کې لیدل کېږي چې ونې او کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي.

تر اوسه د مالي او ځاني تلفاتو د کره شمېر په اړه معلومات نشته.

د ا.ا چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...