Home » افغانستان » د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږد پروژې د سروې کار پيل شو

د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږد پروژې د سروې کار پيل شو

په پنجشیر کې د ا.ا مسوولين وايي، چې د دغه ولايت له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د سروې کار د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسيساتو د سروې او ډيزاين رياست له خوا پيل شوى دى.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په اېکس پاڼه د دغه ولايت د والي، محمد اغا حکيم له خولې ليکلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت يو پلاوي په همدې موخه پنجشیر ته سفر کړى دى.

حکیمي ټینګار کړی چې د دې پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي.

د پنجشیر د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري د پنجشیر له بازار څخه پیل او د کابل په تره خېلو سیمه کې پای ته رسېږي.

چارواکو دا هم ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په کابل کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...