د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې په هېواد کې د پروسږ کال په پرتله د پنبې تولیدات ۴۱.۳۹ سلنه زیات شوي دي.
د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې په روان کال کې ۱۲۲زره او ۴۵۵مټریک ټنه پنبه په هېواد کې تولید شوې ده.
د سرچینې په وینا چې په روان کال کې په ټول هېواد کې پر ۹۳زره او ۶۳۰هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو همداراز ویلي چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله په هلمند، بلخ، تخار، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ډېره پنبه کرل شوې ده.
د ویلو ده چې پروسږ کال په ټول افغانستان کې ۷۲ زره او ۴۹۳مټریک ټنه پنبه تولید شوې وه.