Home » سیمه او نړی » د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال د اسماعيليانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی

د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال د اسماعيليانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی

د پرتګال پولیسو په پلازمېنه لیزبون کې یو افغان کډوال د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو پر وژنه تورن کړی دی.

پولیسو ویلي، کله چې له دې اسلامي مرکز څخه د مرستې لپاره غوښتنه وشوه، نو پولیس افسران هلته دا افغان کډوال په داسې حال کې ولیده چې یوه چاړه یې په لاس کې وه خو کله چې پولیسو د تسلیمۍ غوښتنه ترې وکړه هغه ونه منله نو پولیس ډزو ته اړ شول.

د خبر له‌مخې بریدکوونکی ټپي شوی او اوس مهال په روغتون کې دی.

د کورنیو چارو وزیر خوزې لوییز کارنیرو له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، د دې مرکز دوه کارکوونکې چې یوه د بریدکوونکي ۴۰ کلنه ښوونکې او بله یې ۲۰ کلنه ټولګيواله وه، په برید کې وژل شوي او یو بل تن سخت ټپي شوی.

د کورنیوچارو د وزیر په وینا تورن افغان له رواني پلوه په ناوړه حالت کې و، ځکه خپله مېرمن یې پرتګال ته له رسېدو مخکې په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې له لاسه ورکړې وه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...