د پاکستان پارلمان له بحثونو وروسته په دغه هېواد کې د جنسي تېريو د لوړ شوي ګراف راټيټولو په موخه نوی قانون تصويب کړی دی.
د دغه قانون له مخې به هغه کسان په عمري بند د محکېدو ترڅنګ د درملو په وسيله هم خصي کېږي، چې د جنسي تېري په قضيه کې د محکمې له لوري دخيل وپېژندل شي.
د جنسي تېري د مخنيوي دغه نوی قانون سپارښتنه کوي چې په پاکستان کې د جنسي تېري اړوند ټولو قضيو څېړلو په موخه دې يوه ځانګړې محکمه رامنځته شي او پر عاملانو دې قانون پلی کړي.
په پاکستان کې فعالانو د دغه قانون له تصوېبېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د جنسي تېري اوسنی ګراف به ورسره تر ډېره راټيټ شي.
په وروستيو کې په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ګراف خورا لوړ شوی او خلک نيوکه کوي چې په ورته قضيو يوازې ۴ سلنه دخيلو کسانو ته سزا ورکړل شوې ده او پاتې ټول خلاصې تڼۍ ګرځي.