د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله په يوه تازه بيان کې ګواښ کړی، چې د مخکيني لومړي وزير عمران خان په تړاو محکمې ته د ورکړل شوي ضمانت له پای ته رسېدو وروسته به نوموړی ونيول شي.
نوموړي دا څرګندونې له پېښور څخه اسلاماباد ته د عمران خان له ستنېدو سره سم پرون يکشنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) خپل ټوېټر کې کړي دي.
پر عمران خان او د نوموړي د ګوند پر يو شمېر مهمو مشرانو د پاکستاني پوليسو له لوري داسې قضيې ثبت شوي، چې ګواکې د تېرې می په ۲۵مه يې اسلاماباد ته د اعتراضيه حرکت پرمهال قانون مات کړی دی.
خو د يادو قضيو په تړاو د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند محکمې ته د نوموړي له نيول کېدو وړاندې ضمانت ورکړی. عمران خان پرون له ځنډ وروسته له پېښور څخه اسلاماباد ته ستون شو او د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله د نوموړي له ستنېدو په هرکلي سره ويلي، چې د ضمانت له پای ته رسېدو سره به عمران خان د هغو امنيتي سرتېرو له لوري ونيول شي، کوم چې نوموړي ته د امنيت ساتنې په موخه ورکړل شوي دي.
دې څرګندونو د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشرانو غبرګونونه پارولي او ويلي يې دي، چې د عمران نيول کېدل به د شهباز شريف حکومت ته په لوړه بيه تمام شي.
د تحريک انصاف د مرکزي کميټې غړی او د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قرېشي رسنيو ته ويلي، چې عمران خان د نيولو په اړه پرېکړه به د حکومت تر ټولو لويه سياسي کم عقلي وي.