د پاکستان پوځ په يوه بيان کې د دې هېواد د مخکيني لومړي وزير عمران خان ورستۍ ادعاوې، چې نوموړي له ټپي کېدو وروسته کړي رد کړې.
عمران خان پرون جمعه د پاکستان د پوځ له لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه سره خبرې کړي او ورته ويلي يې دي، چې د شهباز شريف په مشرۍ حکومت، د کورنيو چارو وزارت او دغه راز د پوځ لوړپوړی جنرال فيصل نصير د نوموړي د ترور په هڅه کې شامل دي.
عمران خان له باجوه سره په خبرو کې ټينګار کړی، چې له جنرال نصير دې استعفا وغواړي او دغه راز دې ترې پر نوموړي د وسلهوال بريد په اړه څېړنې هم وکړي.
هغه باجوه ته په تونده لهجه ويلي، چې را ويښ شي؛ ځکه د عمران خان په خبره پاکستان د بربادۍ لور ته باد په مخه کړی دی.
خو پوځ بيا په خپره کړې اعلاميه کې د نوموړي هغه ادعا چې جنرال فيصل نصير يې د ترور په پلان کې شريک دی، رد کړې ده. په اعلاميه کې دا پر پوځ بې اساس تور او د پوځ د بدنامولو هڅه بلل شوې او له حکومت په کې غوښتل شوي، چې له دې کبله دې د عمران خان پر وړاندې اقدمات وشي.
پر عمران خان په ګوجرانواله کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د لاريون پرمهال مخامخ ډزې وشوې. نوموړي په ياد بريد کې ۴ ډزه پر پښه لګېدلی دی.
د پاکستان واکمن اېتلافي حکومت ډاډ ورکړی، چې پر عمران خان د بريد په اړه به هر اړخيزې څېړنې وکړي.