Home » سیمه او نړی » د پاکستان پوځ عمران خان ته د استعفا، ټاکنو او له بې باورۍ سره د مخ کېدو وړانديزونه کړي

د پاکستان پوځ عمران خان ته د استعفا، ټاکنو او له بې باورۍ سره د مخ کېدو وړانديزونه کړي

په پاکستان کې د سياسي ناندريو له دوام سره تازه د پاکستان لومړي وزير عمران خان تائيد کړې چې د پوځ له لوري ورته درې وړانديزونه شوي دي.

نوموړي ويلي، چې په دې وړانديزونو کې استعفا ورکول، ژر تر ژره د ټاکنو ترسره کول او يا هم د مخالفو سياسي ګوندونو له لوري په پارلمان کې د بې باورۍ له مقدمې سره مخ کېدل شامل دي.

عمران خان تېره شپه د پاکستان له يوه خصوصي ټلوېزيون سره مرکه کې د پوځ له لوري د يادو وړانديزونو په تړاو ويلي، استعفا ته په هېڅ صورت نه دی راضي؛ خو په خبره يې په بېړه د ټاکنو ترسره کولو ته تيار دی.

نوموړي ويلي، داسې هېڅ کار به ونه کړي چې پر بنسټ يې د پاکستان پوځ کمزوری شي. اوس په پاکستان کې عام ګومان دا دی، چې د دې هېواد پوځ د عمران خان له ملاتړ لاس اخيستی او نوموړی تش لاس په سپين ميدان پاتې دی.

د پاکستان پوځ د دې هېواد په کورني او بهرني سياست کې يوه عمده او پياوړې مهره ده، چې تل له خپل سياسي زور په ګټنې سره دې هېواد کې ملکي حکومتونه په چټکۍ بدلوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...