د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د پاکستان خلاف د ترهګريزو بريدونو په موخه دې د افغانستان د خاورې له کارېدو مخنيوی وکړي.
پوځ دا اعلاميه پرون سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) په کرمې ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوځيانو د وسلهوال بريد په غبرګون کې خپره کړې ده. په دې بريد کې چې پرون ترسره شوی، د پاکستان ۳ پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
په کرمه ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوځيانو دا خونړی بريد د يادې ايجنسۍ اړوند په خرلڅيو سيمه کې ډيورنډ کرښې ته نږدې شوی دی. د پاکستان پوځ په خپله اعلاميه کې ادعا کړې، چې دا وسلهوال د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان لور ته ور اوښتي دي.
په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې افغانستان دې په راتلونکې کې د داسې کړنو ترسره کېدو ته په هيڅ وجه اجازه نه ورکوي.
له دې سره د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم په کرمه کې پر پاکستاني پوځيان شوی دغه بريد غندلی دی او له طالبانو يې غوښتي، چې بايد د ترهګرۍ په موخه د خپلې خاورې د کارېدو مخنيوی وکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د پاکستان د پوځ دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې تل ډاډ ورکړی، چې هېڅکله به د افغانستان خاوره د ګاونډيو او نړۍ نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.