د پاکستاني رسنیو په حواله د یاد هېواد په بلوچستان ایالت کې ۷ کان کیندونکي وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي یاد کسان د کوټې شمال ته د هرنای په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ووژل شول.
په بلوچستان کې د پولیسو یو چاوراکی سهیل انور هاشمي رسنیو ته ویلي چې یاده چاودنه د میتان ګازو له امله شوې ده.
په یوې اونۍ کې په بلوچستان ایالت کې دا دوهم ځل دی چې کان کیندونکي وژل کیږي.