د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په یوه جومات کې د چاودنې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او د پینځو پولیسو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د پاکستان ډاون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په کوېټه کې د پولیسو یو چاروکي محمد جواد طارق خبریالانو ته ویلي، چې دا پېښه د “کچلاک” په جومات کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
بلخوا د دې ایالت په چمن ښار کې پر امنیتي ځواکونو د وسله والو کسانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په بلوچستان ايالت کې پر پاکستاني ځواکونو د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي او تر ډېری مسوولیت یې بلوچ ازادي غوښتونکو په غاړه اخيستی دی.