Home » سیمه او نړی » د پاکستان په کراچۍ کې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په کراچۍ کې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې نن د (لېندۍ په ۲۷مه) چاودنه شوې او په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور يې ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکو ويلي چې چاودنه د کراچۍ په شېرشاه سيمه کې د يوه بانک پر دفتر شوې ده. که څه هم د يادې چاودنې د څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي، خو پوليسو ويلي چې په اړه يې څېړنې روانې دي.

ځايي روغتونونو هم رسنيو ته تائيد کړي چې د پېښې له ځايه ۱۰ جسدونه او ۱۲ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

د يادې چادونې مسووليت په سم‌لاسي ډول چا نه دی اخيستی؛ خو د دغسې خونړيو بريدونو مسووليت تل د تحريک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون پالو له لوري منل کېږي.‎‌

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...