وروسته له هغې چې بلوڅ بېلتونپالو د کراچۍ پوهنتون مخې ته د چينايي استاذانو پر موټر ځانمرګی بريدو وکړ، ورسره سم د پاکستان په پوهنتونونو کې د بلوڅ محصلانو د نيول کېدو او ځورولو لړۍ پيل شوې.
په پنجاب کې د بلوڅ محصلانو اتحاديې خبر ورکړی، چې له يادې پېښې وروسته د پنجاب په پوهنتون کې د بلوڅ محصلانو پر وړاندې چلند جدي شوی او په دې ترڅ کې څو تنه محصلان د حکومت له لوري نيول شوي هم دي.
په کراچۍ او اسلاماباد کې هم له ځينو پوهنتونو د محصلانو د نيول کېدو او ځورولو راپورونه ورکړل شوي دي؛ خو حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
په همدې حال کې پاکستاني خبريال حميدمير هم په خپل توېټر کې په دې اړه شکايت کړی او ويلي يې دي، که څه هم بلوڅ مشرانو پر کراچۍ پوهنتون وروستې چاودنه غندلې؛ خو پر دې سربېره هم د بلوڅ محصلانو نيول کېدل او ځورول دوام لري.
د کراچۍ پوهنتون مخې ته د اپرېل په ۲۶مه ځانمرګي بريد کې، چې د يوې ميرمنې له لوري ترسره شوی و، درې تنه چينايي استاذان ووژل شول.
چين د يادې پېښې په اړه له پاکستان غوښتې، چې عاملان يې پيدا او سخته سزا دې ورکړي.