په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، له پرون راهیسې په تاوتریخوالو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.
د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې ډاکټران وايي، څلور مړي او ۲۷ ټپیان دغه روغتون ور وړل شوي دي.
په لارهور کې هم یو کس په یوه ودانۍ د اورلګېدو له امله مړ شوی دی. په کوټه کې هم د یوه کس د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
داسې رپوټونه هم شته چې تر اوسه څه باندې ۱۰۰۰ کسان له تېرې ورځې راهیسې نیول شوي دي.
پرون د بښنې نړیوال سازمان ویلي و چې د نیونو پرمهال له “بشري حقونو سرغړونې شوې دي.”