د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور ښار زورورې چاودنې لړزولی. د لومړنيو راپورونو له مخې چاودنه نن د (چنګاښ په ۲مه) غرمه مهال د لاهور جوهر ټاون سيمه کې د احسان ممتاز روغتون مخې ته شوې ده.
د پنجاب پوليسو هم چاودنه تائيد کړې او ويلي يې دي، د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم خو په خبره يې پوليسو سيمې ته له رسېدو سره سم په دې اړه څېړنې پيل کړي دي.
ياده چاودنه د خلکو ګڼې ګوڼې سيمې ته نږدې شوې او د لومړنيو مالوماتو له مخې ۳تنه په کې وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
د پنجاب اعلی وزير عثمان بوزدار پوليسو او مرسته کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې ياده پېښه او د چاودنې څرګنوالی په دقت وڅېړي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ د دې احتمال شته په چاودنه د مرګ ژوبلې اوسنۍ کچه تغير او لوړه شي.