Home » سیمه او نړی » د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران د یو پولیس په وژلو تورن شوی

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران د یو پولیس په وژلو تورن شوی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان محکمې د عبدالحیمد په نامه د هغه افسر پولیس په وژلو تورن کړی، چې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو کې وژل شوی و.

محکمې عمران خان تورن کړی چې خپل پلویان هڅوي، څو د هغه د خلاصون په موخه د حکومت پر ضد لاریونونه وکړي او ډېر کله د همدې لاریونونو پرمهال له عامو وګړو سربېره پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د پولیسو یاد افسر په یوه لاریون کې د عمران خان د پلویانو له لوري د اخ ډب پرمهال ټپي او بیا یې وروسته د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې وه.

عمران خان له ۲۰۲۳م کال راهیسې په زندان کې دی او پر دې سربېره نوموړی په ۱۵۰ قضیو کې تورن پېژندل شوی او په څو نورو قضیو کې په حبس هم محکوم شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...