Home » سیمه او نړی » د پاکستان پارلمان نن عمران خان ته د باور او يا نه باور رايه ورکوي

د پاکستان پارلمان نن عمران خان ته د باور او يا نه باور رايه ورکوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (وري په ۸مه) د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ غړي، د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان ته د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت د خپل مخالف سياسي اېتلاف له لوري تورن دی، چې د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ پاليسي يې ناسمه روانه کړې او له همدې کبله پاکستان له سخت مالي کړکېچ سره مخ دی.

که څه هم عمران د پارلمان له لوري له مقدمې سره مخ دی، خو تر څنګ يې مخالفو سياسي ګوندونو دا ادعا هم کوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د دولت له امکاناتو په ګټنې سره د عمران خان په ګټه تبليغات کوي.

بل لورته د ملا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام ګوند له کووټې او پېښور او دغه راز د مسلم ليګ ن ګوند بيا له لاهور څخه اسلام‌اباد ته لاريونونه پيل کړي دي؛ خو د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد بيا ويلي چې لاريونوالو ته به دا اجازه ور نه کړي، څو اسلام‌اباد ته دننه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...