Home » افغانستان » د پاکستان پارلمان له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو امر کړی

د پاکستان پارلمان له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو امر کړی

د پاکستان پارلمان امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازی علي وزير دې د لنډې مودې لپاره له زندان ازاد کړای شي.

د پاکستان د پارلمان رئيس دا امر د تېرې سې‌شنبې په ورځ لاسليک کړی او سپارښتنه يې کړی، چې علي وزير دې د کراچۍ له زندان څخه ازاد او اسلام‌اباد ته دې ولېږدول شي.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نورالله ترين رسنيو ته ويلي، چې علي وزير په زندان کې د ملا له تکليف او د وينې فشار له ناروغۍ سره مخ دی او له همدې کبله نوموړی پرون چهارشنبه روغتون ته لېږدول شوی دی.

نوموړي ويلي که څه هم د علي وزير وضعيت او له خطر وتلی، خو اړتيا ده چې د ارام کولو په موخه د يوې مودې لپاره له زندان دباندې و اوسي.

تېره اوونۍ د پاکستان په پارلمان کې د دې هېواد د ملي بوديجې په اړه بحث روان و او د پارلمان ډېرو غړو غوښتنه درلوده، چې له اصولو سره سم دې علي وزير له زندان ازاد کړای شي او په دې بحث کې دې د ګډون له لارې د خپلو خلکو استازولي وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...