Home » سیمه او نړی » د پاکستان پارلمان سبا عمران خان ته د باور او يا نه باور رايه ورکوي

د پاکستان پارلمان سبا عمران خان ته د باور او يا نه باور رايه ورکوي

ټاکل شوې چې سبا يک‌شنبه د (وري په ۱۴) د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ غړي، د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان ته د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت د خپل مخالف سياسي اېتلاف له لوري تورن دی، چې د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ پاليسي يې ناسمه روانه کړې او له همدې کبله پاکستان له سخت مالي کړکېچ سره مخ دی.

که څه هم عمران د پارلمان له لوري له مقدمې سره مخ دی، خو تر څنګ يې مخالفو سياسي ګوندونه دا ادعا هم کوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د دولت له امکاناتو په ګټنې سره د عمران خان په ګټه تبليغات کوي.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان پارلمان تېره اوونۍ لومړي وزير عمران خان د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي؛ خو مخالفو سياسي ګوندونو د خپلمنځي پرېکړې پر بنسټ دا کار راتلونکې يک‌شنبې ته وځنډوه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...